ضیاء الحق امرخیل: ګوانتانامو کې د یوازینی افغان زنداني د خوشي کولو لپاره هڅي کوو


په پارلماني چارو کې د دولت وزير او د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ليک د تطبيق مسوول، ضياالحق امرخېل وايي، چې په ګوانتنامو زندان کې د وروستي افغان زنداني له مدافع وکيلانو سره په تماس کې دی او د خوشې کولو لپاره يې هڅې کوي.

اسدالله هارون چې نیږدې 13کاله مخکې په ګوانتنامو کې د امریکایې ځواکونو لخوا د حزب اسلامي سره په تړاو او فعالیت بندي شوی وو؛ اوسمهال یوازینی افغان دی چې هلته د بند شپې ورځې سبا کوي.

  • 24 غبرګولی 1399